په لوګرکې دننګرهار اسلامي پوهنتون څخه فارغ شوي زده کړیالانو خپل دفراغت جشن ولمانځل

دلوګرولایت زده کړیالانو، چې دننګرهار اسلامي پوهنتون څخه فارغ شویدي، نن دچنګاښ په پنځمه دخپل فراغت جشن دښاروالۍ په تالارکې ولمانځل. دغه فارغ شوی زده کړیالان چې شمیريي ۱۰۳ تنه ته رسیږي، دننګرهاراسلامي پوهنتون دبیلابیلو پوهنځیو څخه فارغ شویدي. په هغه جشن ئیزه غونډه کې، چې دزده کړیالانولخوا جوړه شوی وه. لوګروالي الحاج نیازمحمدامیري، دولایتي شورای مشر ډاکټرعبدالولي وکیل، فارغ شوی زده کړیالان او د دوی دکورنۍ غړو ګډون کړي ؤ. لوګروالي الحاج نیازمحمدامیري فارغ شو وزده کړیالانوته مبارکي وړاندې کړه. والي فارغ شوو زده کړیالانو ته وویل: نن تاسوته  دټولنې درند مسؤلیت درپرغاړه شو، اوس تاسویاست چې خپله ټولنه دروښنايي لورته  بیوځئ او دعلم په ګاڼه يي سمباله کړئ، دناپوهي او دجهل ټغر پرځای دپوهې اوعلم ټغر وغوړوئ. وروسته ډاکټرعبدالولي وکیل هم دفارغ شوو زده کړیالانو په اړه خبرې وکړې.

زده کړیالانو څخه وغوښتل، چې دخپل پوهې څخه ګټه پورته کړئ، ځکه کومې  خوارۍ چې دښوونې په اړه موترلاسه کړي وي، هغه دجهل په سیندکې لاهو نشي. په ننګرهارپوهنتون کې دلوګردزده کړیالانواستازې نقیب الله احمدي دخپلوخبروپه ترڅ کې د والي الحاج نیازمحمدامیري څخه غوښتونکی شو، ترڅو دفارغ شوو زده کړیالانو لپاره دکارزمینه برابره کړي.  دغونډې په پای کې دلوګروالي الحاج نیازمحمدامیري لخوا فارغ شوو زده کړیالانو ته  دفراغت ستاینلیکونه ورکړل شو. نقیب الله احمدي په ننګرهارپوهنتون کې دلوګردزده کړیالانو مشر دلوګراونیزې خبریال ته وویل: ۱۰۳ تنه زده کړیالان دننګرهاراسلامي پوهنتون دطب، انجنیري، کرنې، حقوق، کمپیوترساینس، ادبیاتو، اقتصاد، ژورنالیزم او ښوونې او روزنې پوهنځیو او دمختلفو څانګو څخه فارغ شویدي. احمدي زیاته کړه، دری تنه زده کړیالان چې  دسپین غرخصوصي پوهنتون يي په ننګرهارکې لوستي ؤ، هم فارغ شویدي. دویلو وړ خبره ده، چې په ننګرهاراسلامي پوهنتون کې دلوګر ولایت شاوخوا ۸۰۰ تنه زده کړیالان په بیلابیلو پوهنځیوکې زده کړې کوي.

 

شیرمحمد(ستانکزی)

 

Submit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn