روژه دسولې، یوالې اودبیوزلو سره دمرستوکولو میاشت ده

پل علم  ښاریان په روژې میاشت کي له خلکوڅخه غوښتنه کوي،  چي په خپلو منځوکې دکرکو اونفرتوڅخه ځانونه وژغوري دسولي، یووالي او ورورولۍ ژوندته دي پرمختګ ورکړي. ددوی په وینا، که سوله اوامن رامنځ ته نشي، نوسیمه به دبدبختیو او نا امنیو لامل شي. 

دپل علم ښار اوسيدونكي شاه میر دلوګراونیزې  خبریال سره په مرکه  كي وويل: دروژې مباركه  میاشت  درحمتونو او عبادتونو څخه ډكه میاشت ده اوپه دغه مياشت كي ولس ته پكار ده چي دسولي او وحدت  لپاره رښتني هڅي وكړي. 

  پل علم ښاریان كه څه هم په لوګرولايت كي دسولي او یوالې روانه پروسه ښه ارزوي، خود خلکوڅخه هیله کوي چي، دسولي دپرمختګ لپاره دې له حکومت اوخلکو سره مرسته وکړي اوهغه کسان دسولي پروسې ته راوبولي، چي ډیره موده دپردیوپه لمسون له خپلووروڼوسره جنګیدلي دي. دحصارک دکلی اوسیدونکی میراجان  وايې: دا دهرافغان ايماني او وجداني دنده ده چي، دسولي په پروسه كي خپل رښتني، اسلامي او ملي مسوليت سرته ورسوي، ترڅو دسولي پروسه نورهم چټكه شي او مرور افغانان دخپلو نورو  وروڼو په شان دهيواد په بيا ودانولو کې پراخه ونډه واخلي. همدارنګه  دکلنگار دسیمې اوسیدونکی نقیب الله  له خلکو غوښتنه وكړه چي، دكركي نفرت څخه مخنيوی وكړي او په ښه ورين تندي له يو دبل سره خبري او ورځنۍ چاري سرته ورسوي دنقیب الله  په وينا،  دكامل مسلمان لپاره پكاره ده چي، دخپلو وروڼو سره ښه چلند  وكړي او خلکو ته يي دتاوان پرځای  ګټي ورسوي . دپل علم اوسیدونکي؛ بيا دخلګو څخه غوښتنې وكړې، چي  په دې مباركه  مياشت كي خيراتونه زكاتونه او سرسايي  بیوزلو اومسکانانوته ورکړي . دپل علم ښاریان؛  دملي سوداګرو،  شتمنوکسانو، كسب كارانو او تجارانو څخه غوښتنه کوي، چي دروژې په مباركه مياشت كي  د معيوبينو، یتیمانو، کونډو او بيوزلو كورنيو سره  هراړخیزې مرستې وكړي . په لوګرکي خلک پداسي حال کي دسولي دپرمختګ دکرکي اونفرتونودمخه نیولواوغریبانوسره دمرستي دهڅولوخبري کوي، چي په دې میاشت کي دیني عالمان دقران او احادیثو په رڼا کې وايې، یوه نیکي دنورو وختونوپه پرتله لسګونه برابر ډيرثوابونه لري. نو ټولو لپاره اړین ده، چې په دغه دبرکت ډکه میاشت کې خلک له خپلو شته وو، څخه بیوزلو اومسکینانوته زکاتونه   اوخیراتونه ورکړي. یو خوبه دلوی خدای تعالی درضامندۍ لامل وګرځي اوبل  لورته دمسکنانو اوبیوزلو ورځني اړتیاوې څه ناڅه پوره شي.

 

شیرمحمد) ستانکزی)

 

Submit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn