۱۱۰تنه محصلین دلوګردکانونو له انستیتوت څخه فارغ شول

دلوګر ولایت په مرکز پل علم کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اړوند د کانونو له انستیتوت څخه  د لومړۍ دورې ۱۱۰ فارغانوته د فراغت سندونه نن دسلواغې په ۱۵ مه ورکړل شو.

 په هغه غونډه کې چې نن له غرمې مخکې د پل علم ښار اړوند د ښاروالۍ  د غونډو په تالارکې پر فارغو شویو محصلینو باندې د بری لیکونو د ویشلو له امله  جوړه شوي وه، د والي مرستیال محمد هاشم "فیضي" په ګډون د پوهنې رئیس انجینر محمد اکبر"ستانکزي" ، د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر هجرت الله ، دپوهنې ریاست دواړو مرستیالانو، د ولایتي شورای غړې هما احمدي، قومي مشرانو اوفارغ شویو محصلینو برخه اخیستي وه.  د لوګرد پوهنې رئیس انجینر محمد اکبر"ستانکزي" په دې غونډه کې لومړۍ پخپلو خبرو کې فارغو شویو محصلینو ته مبارکي وویله. هغه زیاته کړه، چې دوی د اسلامي او عمومي زده کړو ترڅنګ نجونو او هلکانولپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړوپه برخه کې هم د زده کړې تر ټولو ښه زمینه برابره کړیده.

دهغه په وینا، فارغو شویو محصلینو د تیرو دو کلونو راپدیخوا د کانونود استخراج په برخه کې عصري او مسلکي زده کړې ترلاسه کړي دي. دغه انستیتوت دوه کاله مخکې د پوهنې وزارت د تخنیکي زده کړو د معینیت تر منظورۍ وروسته تاسیس شوی دی او په راتلونکي نوي ښوونیزکال کې د کانکور د ازموینې له لارې سل تنه نوي محصلین جذب کړي.   دلوګرولایت مرستیال محمدهاشم فیضي، دفارغ شویو محصلینو دمبارکۍ ترڅنګ ټولو ګډونوالوته داجوته کړه، چې لوګرولایت دپوهنې په بډاینه کې یو ستره لاسته راوړنه لري، چې هغه هم ددغو فارغ شویو محصلینو بیلګه ده. فیضي، دفارغ شویو محصلینو له پاره یادونه وکړه، تاسو په خپله دپوهنې په برخه کې اغیزمن ګامونه اوچت کړئ، ترڅو خپله ټولنه مو دبدبختیوڅخه د رڼا لورته ودرومي اوټولنه مو دپوهې له ثمرې څخه ګټه پورته کړي. دلوګرولایت مرستیال دلوګرخلکوته دا ژمنه وکړه، چې مونږ په هڅه کې یو ترڅو دغه انستیتوت دمعدن پیژندنې  پوهنتون ته لوړ شي. خلیل الله یوتن دفارغ شویو محصلینو په استازولۍ خبرې وکړې، هغه زیاته کړه، چې دولت باید  مونږته  دکارکولوزمینه برابره کړي، تردې چې زمونږ د دوه کلنې دورې له پایلې څخه خلک مثبته ګټه واخلي. محمد شاه پورعرب دپوهنې ریاست ویاند وویل: دغه فارغ شوی محصلین چې شمیريي ۱۱۰ تنوته رسیږي د دوکلونو زده کړې وروسته فارغ اوخپل بري لیکونه لاسته راوړل. عرب زیاته کړه، په دې انستیتوت کې اوس مهال د ۷ تنو ښوونکو له لوري ۱۷۲ نور محصلین هم د کانونو د استخراج په برخه کې په مسلکي زده کړو بوخت دي.  دیادولو وړده، چې ددې دورې محصلینو عملي زده کړي يي دلوګرولایت دمسوعینکو په کان کې ترسره کړي دي او دا دافغانستان په کچه لومړۍ انستیتوت دی.


  شیرمحمد( ستانکزی)


دلوګراونیزې مسؤل مدیر



 

Submit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn