په لوګر ولایت کې بى کيفيته اوتاریخ تیرحیواني درمل له منځه يوړل شول

څه دپاسه ۹۸ کيلوګرامه تاريخ تیر او بي کيفيته  حیواني درمل  دکب دمیاشتې په ۱۹مه  دلوګر ولايت په مرکز پل علم ښارکې له منځه يوړل شو .

دغه تاریخ تیر درمل او واکسین د لوګرولایت دعامې روغتیا، دچاپیریال ساتنې،

او داطلاعاتو اوفرهنګ  ریاستونو داستازو په وړاندې  له منځه یوړل شول. دلوګر  دکرنې ریاست  د مالدارۍ او دحیواني  روغتیا آمر ډاکټرخان شرین  وويل : دغه تاریخ تیر اوبی کیفیته درمل او  واکسین   چې دلوګرمرکز او اړونده ولسوالیو دحیواني کلینکونو څخه راټول  شوي، وزن يي څه دپاسه ۹۸ کیلو ګرام او د ۴۹۶۷۶  افغانیو قیمت يي درلود له منځه یوړل او وسوځول شو . هغه زیاته کړه، چې  زمونږ ټیم  په میاشت کې  دلایحې په اساس  څلور ځلې د ښار او ولسوالیو دحیواني کلینکونو د درملو څخه څارنه او نظارت کوي، ترڅو چې  د غیرقانوني او تاریخ تیرو   درملو مخه ونیول شي.

شیرمحمد (ستانکزی)

دلوګراونیزې مسؤل مدیر

 

Submit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn