ارواښاد مارشال محمد قسيم فهيم دفاتحې اخستلو مراسم په لوګرولایت کې پرځاى شول

دجمهوري رياست دلومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم دفاتحې اخستلو مراسم نن دکب په ۲۱ مه په لوګر ولايت کې پرځاى شول. په دغو مراسمو کې چې دلوګر ولايت دملکي او نظامي ادارو دمسوولينو له خوا د ولایت په مقام  کې پرځاى شول،  دلوګر ولايت په سل ګونو تنو اوسيدونکو ګډون کړي ؤ.
 

دلوګر والي نیازمحمد امیري

 د ارواښاد مارشال فهيم د ژوند ليک او څه دپاسه تيرو دريو لسيزو کې دهيواد په قضيو کې دهغه د رول په باب خبرې وکړې او د ده مړينه يې دهيواد په اوسنيو نازکو شرايطو کې يوه ستره ضايعه وبلله.

 

شیرمحمد (ستانکزی )

دلوګراونیزې مسؤل مدیر

Submit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn