په لوګر ولايت کې يوسلو دوه ويشت تنه ملي او سیمه اییزپوليس فارغ شول

دکب په ۲۶ مه يوسلو دوه ويشت تنه ملي او سيمه ئيزپوليس دلوګر ولايت د پوليسو له روزنيز مرکز څخه فارغ شول. هغه محفل چې ددې رونیزمرکزپه تالارکې نیول شوي ؤ، دلوګروالی نیازمحمد امیري، دلوګرامنیه قومندان مل پاسوال عبدالحکیم اسحق زی، یوشمیر نظامي منسوبینو او فارغ شوي پولیسو ګډون کړي ؤ. د لوګر والي نياز محمد اميري ددغو پوليسو د فراغت په مراسموکې خبرې وکړې او له فارغ شوو پولیسو څخه يې وغوښتل، چې خپل ملي او سيمه ئيز څرنګوالې په نظر کې  وساتي او دخلکو د امنيت د تامينولو په لاره کې له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړي. د لوګر ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحق زي دیاد شویو پولیسو چې ددوی د روزنې په هکله خبرې وکړې، دايې وویل، 

چې دفارغ شویو پولیس په دنده ګمارل کیدو سره به دلوګراو اړونده سیمو امنیت به ښه شي. اسحق زي په یوځانګړې مرکه کې دلوګر جریدې  خبريال ته وويل:  یاد پولیس چې يوڅلويښت تنه سيمه ئيز پوليس او يو اتيا تنه ملي پوليس دي، له يو مياشتني پوځي او مسلکي تعليماتو وروسته ددغه ولايت دپوليسو له روزنيز مرکز څخه فارغ شول .

شیرمحمد(ستانکزی)

دلوګراونیزې مسؤل مدیر

Submit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn