په لوګرکې دبزګرورځ ولمانځل شوه

دبزګرورځ دورې په ۶مه دیوشاندارې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه، په دې لمانځ غونډه کې دلوګرولایت والي نیازمحمدامیري، دوالي مرستیال محمدهاشم فیضي، دولایتي شورای رئیس ډاکترعبدالولي وکیل، دکرنې چارو رئیس انجنیرهمایون عمر، دځیني دولتي اداروریسانو، استازو، قومي مشرانو اوګڼ شمیربزګرانواوکروندګرو ګډون کړې وو.

 

په پیل کې دسپیڅلې قران عظیم الشان څومبارک آیاتونه تلاوت شو.

بیا دلوګروالي نیازمحمدامیري دلوګرټولو بزګروته ددې ورځې مبارکي وویله، امیري زیاته کړه، دنوی کال پیل په طبیعت کې ډول، ډول ښکلاوې رامنځ ته کوي او دانسان روح روښانه ساتي. امیري دلوګرپه اولس غږ وکړ، چې خپل کور، سیمه اوچاپیریال شین او په هغه کې هراز میوه لرونکي اوغیرې میوه لرونکي ونې کینوي، ترڅو دسیمې او چاپیریال هوا تازه اودککړتیاوو څخه په امن کې  وي. همدا راز امیري دلوګرولایت دبزګرانو کړنې او فعالیتونه دهیواد او لوګرپه کچه ښې و ارزولې اودايي وویل، چې بزګرانوته باید درناوی وشي.

 ورپسې دکرهڼې چارورئیس انجنیرهمایون عمرپه لنډه توګه دکرنې ریاست کړنې دتیرکال په لړکې څرګندې اوګډونوالوته جوتې کړې. همدارنګه دکرنې اومالداریوپه برخه کې هغه ستونزي هم په ګوته کړې چې دلوګربزګران ورسره مخامخ دي.

وروسته دولایتي شورای رئیس ډاکترعبدالولي وکیل اوڅو تنو د لوګرسیمه ئیزوادارو چارواکو دبزګر دې ورځې په وړاندې خبرې وکړې اودغه ورځ یې دلوګرټولوبزګرانواوکروندګروته مبارکي وویلې، همدا ډول څو تنوبزګرانو دکرنیزو په چاروکې شته ستونزوته ګوت نیوی وکړ او دمسؤلینو څخه غوښتنه وکړه، چې د دوی ستونزوته په رسیدوسره دکرنې اړین توکې، بیلابیل اصلاح شوي تخمونه اوکیمیاوي سرې وویشي. چې په همدې سره غونډه پای ته ورسیده.

دویلووړده چې دغه لمانځغونډه دلوګرولایت دکرنې ریاست اوپه لوګرکې  دکرنیزوچاروشرکتو لخواپه لاره اچول شوې وه. چې دپروګرام په پای کې راغلوبزګرانواوګروندګروباندې دکرنې ځینې اړین توکې هم وویشل شو.

 

Submit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn