د لوګر ملي امنیتي ځواکونو دټولټاکنو په ورځو کې یې دلوګرولایت بشپړ امنیت دتدابیرو نیولوپه موخه وستایل شول

د لوګرولایت ملي امنیتي ځواکونو د وړتیا او زړورتیا له امله چې په پوره زړورتیا او افغاني غرور سره یې د ټولټاکنو د خوندي امنیت په موخه کلک امنیتي تدابیر نیولي ؤ، د لوګرولایت والي نیازمحمدامیري لخوا دستاینلیکونو په ورکړې سره وستایل شول.

هغه محفل چې په همدې مناسبت نن دوري په ۲۵ مه دلوګرامنیې قومندانۍ په انګړکې جوړشوي ؤ،

لوګروالي نیازمحمدامیري، په ګډون دامنیې قومندان، دملي امنیت رئیس، دملي اردو دڅلورمې پلې لیوأ قومندان، دولایتي شورا رئیس، دملي پولیسو، ملي اردو، ملي امنیت او دسیمه ئیزو پولیسو منسوبینو، افسرانو، بریدمنانواو سرتیرو برخه اخیستې ؤ. لوګروالي دملي امنیتي ځواکونو امنیتي تدابیرو په نیولوسره، چې دټاکنو په ورځ سرته رسولي ؤ، خوښي اومنندوی يي څرګنده کړه. امیري زیاته کړه، دملي ځواکونو په هڅه دامنیت په خوندي ساتلوکې خلکو وکړای شول، درایو اچونې مرکزونوته په ډیر ډاډه توګه ولاړل خپلې رايې وکارولې، چې داد لوګرامنیتي ځواکونو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده. والي په لوګرولایت کې د رڼو اوشفافو ټاکنو دترسره کیدو خبرداری ورکړ او وویل يي، چې په لوګرولایت کې ټاکنې پرته له درغلیو ترسره شویدي. هغه درسنیو له استازوڅخه هم په ډیره میړانه یادونه وکړه، چې دټاکنو په ورځ يي په خپل وخت ریپوټونه خلکوته رسولي دي. امنیه قومندان مل پاسوال عبدالحکیم اسحق زي، دخپلوخبروپه ترڅ کې جوته کړه، چې دټاکنو دورځې دښه امنیت په خوندیتوب کې لوګرد لومړۍ درجه ولایتونوپه قطار کې وبلل، دايي د امنیتي ځواکونو دښې رهبري اوڅارنې یادونه يي وکړه. دڅلورمې پلې لیوأ قومندان جنرال عبدالرازق ساپي  دخپلو امنیتي ټولو ځواکونو څخه هغه که ملي پولیس، ملي اردو، ملي امنیت اوسیمه ئیز پولیس دي دزړه له تله مننه وکړه، چې دټولټاکنو په ورځ يي بشپړامنیت په لوګرولایت کې خوندي کړي ؤ. ساپي دټاکنې په ورځ په ټولیزه توګه دوه تنه شهیدان او لس تنه ټپیان دلوګرپه کچه وښودل، چې خپل ځانونه يي دوطن له پاره قرباني کړي دي. په پای کې  دلوګرولایت امینه قومندان مل پاسوال عبدالحکیم اسحق زی، دڅلورمې پلې لیوأ قومندان جنرال عبدالرازق ساپی، دملي امنیت رئیس ډګروال نجم الدین شیرزاد، دامنیې قومندانۍ دامنیت آمرعبدالولي توپان ترکې اونورو نظامي منسوبینو ته دلوګر والي نیازمحمدامیري لخوا ستاینلیکونه ورکړل اوستایل شول، همدارنګه دلوګرولایت درسنیو فعال خبریالان دلوګرامنیې قومندانۍ لخوا دستاینلیکونو په ورکړې سره ونازول شول.

 

Submit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn