دسږنې کال په کانکورآزموینه کې دلوګرولایت دلوړو نمرو اخیستونکي زده کړیالان په ستاینلیکونو ونازول شول

په لوګرولایت کې نن دوري په ۲۷ مه دهغو زده کړیالانو لپاره پرتمینه غونډه جوړه شوې وه، چې په کانکورآزموینه کې لوړې نمرې اولوړو پوهنځیوته بریالي شویدي.

دغه غونډه دلوګردمدني ټولنو اتحاديې، داطلاعاتواوفرهنګ ریاست دځوانانو مدیریت له لورې او د ولایت مقام په مرسته په لار واچول شوه،  چې زده کړیالانو د۱۳۹۲ او ۱۳۹۳ کال په کانکورآزموینه کې له ۲۸۵ څخه لوړې نمرې اخیستې دي.

په دې محفل کې  لوګروالي الحاج نیازمحمدامیري، والي مرستیال محمدهاشم فیضي په ګډون، دولایتي شورا رئیس ډاکټرعبدالولي وکیل، دپوهنې رئیس انجنیرمحمداکبرستانکزی، داطلاعاتواوفرهنګ رئیس محمدشفیق پوپل، دلوګرسیمه ئیزو ادارو رئیسانو، زده کړیالانواو خبریالانو برخه اخیستې ؤ.په پیل کې دسپیڅلې قران څومبارک آیتونه تلاوت شول. ورپسې دپوهنې رئیس انجنیرمحمداکبرستانکزي، ټولوراغلوګ‌ډونوالوته ښه راغلاست ویلو وروسته هغه زده کړیالانو ته مبارکي وویله چې په کانکورآزموینه کې لوړې نمرې لاس ته راوړي دي. دپوهنې رئیس ستانکزي زیاته کړه، د۱۳۹۲ کال دکانکور په آزموینه کې ۳۶۳۹ تنو زده کوونکو دکانکور آزموینه ورکړه، چې۲۹۵ تنه ښځینه زده کوونکې وې او ددې کال ۲۷۸۸ د دولسم ټولګیو فارغین ؤ او پاتې يي دتیرو کلونو متفرقه زده کونکي دي چې له هغې ډلې څخه ۱۸۶۶ تنه لوړو زده کړو او ۱۱۸۲ تنه يي نیمه زده کړوته بریالي شویدي. بیا لوګروالي الحاج نیازمحمدامیري، دلوګرولایت په کچه دهغو زده کړیالانو یادونه وکړه، چې په خپلوهڅو اوکوښښ يي لوړې نومرې خپلي کړي او لوړو پوهنځیوته بریالي شویدي. امیري دغو زده کړه یالانو ته او ددوی کورنۍ ته مبارکي وویلې. والي په ټینګارسره ددغو زده کړیالانو څخه غوښتنه وکړه، څنګه چې په کانکورآزموینې کې زیاتي نمري اخیستي په پوهنتونونوکې هم داسې لوړې نمروته لاسرسي پیداکړي، ترڅوچې دخپلې خوښې پوهنځیو څخه فارغ شي او دهیوادوالو په چوپړکې ووسئ. وروسته د والي مرستیال محمدهاشم فیضي، دولایتي شورا رئیس ډاکټرعبدالولي وکیل، دلوګردمدني ټولنو اتحادیې ویاند محمدطاهرنادي په وارسره خبرې وکړې او دهغو زده کړیالانو او کورنیوته يي دلابریالیتوب غوښتنې وکړې. دپروګرام په پای کې دلوګروالي، دپوهنې رئیس، دولایتي شورا رئیس او دلوګردمدني ټولنو داتحاديې لخوا زده کړیالانوته ستاینلیکونه، سوغاتونه اوتحفې ورکړل شوې. دیاده دنه وي، چې سږکال دلوګرولایت په کچه عبدالرحمن چې ښوونځۍ يي په بهرکې لوستې د۳۳۰ نمرو په اخیستو دننګرهار طب ته بریالی شوی دی، دویم محمدادریس د۳۲۹ نمرو او دریم مرتضی د ۳۲۸ نمرو په لاس ته راوړلو دکابل پوليتخنک ساختماني انجنیري ته بریالي شویدي.
شیرمحمد(ستانکزی)
دلوګراونیزې مسؤل مدیر

 

Submit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn