په لوګرکې بهرنيو ځواکونو یوتن ښونکی په شپنیزوچاپه يي عملیاتو په ترڅ کې شهيد کړی دی

 

 تيره شپه شاوخوا نهه بجې د غوايی په لومړۍ نیټه د لوګرمرکز پل علم د هونۍ سیدانوپه سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په شپنۍ چاپه کې يوتن ښونکی شهيد کړی دی. دغه چاپه تیره شپه دمعلم عبدالجلیل پرکور اچول شوې ؤ، چې دلنډې معاصرې وروسته په خپله عبدالجلیل دکور په دننه کې د ائتلافي ځواکونو له خوا شهید کړل شو. دپوهنې ریاست دنوموړي ښوونکي شهادت پخلی کوي او ویلي دي،

چې معلم عبدالجلیل دلسانس په کچه زده کړې کړې دي د۴۲ کلونو عمرپه درلودو سره، دهوني سیدانو په لیسې کې د دولسو کاله راپه دیخوا دښوونکی په توګه پاتی شوی ؤ او د دیني علومو زده کړې يي زده کوونکوته ورکولې، چې تیره شپه د بهرنیو ځواکونو لخوا په شپنیرو چاپه يي عملیاتو په ترڅ کې شهید کړل شو. هیره دې نه وي، چې دا لومړی ځل نه دی، بلکه بهرنیوځواکونو په څو- څو ځلي بې ګناه ملکي افغانان وګړي په شپنیزو چاپه يي عملیاتوکې دهیوا په ګوټ ګوټ کې په شهادت رسولي دي.

 

 

شیرمحمد (ستانکزی)

 

Submit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn