دلوګرپه بره کي برک ولسوالۍ کې یو نوی ښوونځی پرانیستل شو

د لوګرد بره کي برک ولسوالۍ د عبادالله په سیمه کې د شهید محمد انور په نوم د نجونواو هلکانو یو نوی لومړنۍ ښوونځی د یوې غونډې په ترڅ کې نن د وري په دویمه نیټه پرانیستل شو. د دې ښوونځي د پرانیستلو په ویاړ د بره کي برک ولسوالۍ  د پوهنې آمریت د منسوبینو په ګډون دیني علمآوو، قومي مشرانو، ښوونکواو زده کوونکو په غونډه کې برخه اخیستې وه. دپوهنې ریاست منسوبین ددې نوې پرانستې ښوونځۍ په فعالیت خوښي څرګنده کړه او ددې سیمې خلکوته مبارکي په ویلوسره دټولونه غوښتنه وکړه، چې هغه ماشومان دښوونځیوپه لوست برابر عمرلرونکی په دې ښوونځۍ کې شامل کړي. محمدشاه پور عرب دپوهنې ریاست ویاند دلوګراونیزې خبریال ته وویل، دغه ښوونځی د نوموړي سیمې د اوسیدونکوپه غوښتنه او د پوهنې وزارت په منظورۍ د زده کوونکو پرمخ پرانیستل شو.

چې په پرانیستلو سره یې د دې سیمې شاوخوا نږدې ۳۰۰ نجونواو هلکانوته د زده کړو دترسره کولو زمینه برابره شوه.  

شیرمحمد(ستانکزی)

 

Submit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn