په لوګرولایت کې دثبات پروګرام کاري کړنې خلکوته څرګند کړل شوې

نن دغوايي په دریمه دبره کي برک ولسوالۍ دپرمختیايي شوراګانو له پاره دثبات پروګرام کاري کړنې ددې برنامې دمسؤلینولخوا په ډاګه څرګندې ګړې. هغه غونډه چې په همدې موخه دمرکزپل علم ښار دښاروالۍ په تالارکې په لاراچول شوې وه، دبرکي برک ولسوال انجنیر رحیم امین، دکلیو او پراختیا رئیس انجنیررحمت الله سروري، په لوګرکې دثبات پروګرام مشر انجنیرشمس الرحمن، دملي پیوستون دبرنامې مشر انجنیرظفرخان، دلوګرولایت دسیمه ئیزو ادارو ځینو استاز، دبره کي برک ولسوالۍ دپرمختیایي شوراګانو رئیسانو، ددې شورا غړیواو قومی مشرانو ګډون کړي ؤ.  انجنیرشمس الرحمن دثبات برنامې مشرګډونوالوته ددې برنامې کاري کړنې په ګوته کړې،

هغه دلوګرپه دریو ولسوالیوکې دثبات پروګرام کارچې دوه نیم کاله مخکې پیل شوی معلومات ورکړل. انجنیر شمس الرحمن دبره کي برک ولسوالۍ لپاره د۱۳۰ پرمختیايي پروژو بنډل جوړل او ډونرته وړاندی کول، چې له هغې څخه د ۴۳ پروژو کار دثبات برنامې په غاړه اخیستې ۴۰ پروژې منظورې د۱۷ پروژو کار بشپړاو په پاتی نوروباندې دکار لړۍ روانه ده، ګډونوالوته معلومات وړاندې کړل.  انجنیر شمس الرحمن د پروژو ټول لګښت د۲۳میلیونو افغانیوڅخه زیاتې وښودې او همدارنګه په یادو پروژوکې ۴ پروژې د ښځینه وولپاره لکه  د مریو جوړولو، خیاطې ، یخن ګنډ لو او د روب جوړولو په څانګه کې یادونه وکړه. وروسته هریودکلیواوپراخیتا رئیس، دبرکي برک ولسوال، دملي پیوستون مشر او څو تنو دپراختیایي شوراګانو رئیسانو ددې برنامې په اړه خبرې وکړې. یاده پروژه دثبات په جوړونه کې ارزښتمن وګڼل. په پای کې دګډونوالو لخوا ځینې پوښتنې اوګرویګنې مسؤلینو ته وړاندې او دهغو له لورې ځوابونه ورکړل شو.

Submit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn