په لوګرولایت کې دزیاتوڅانګودرلودونکې(کثیرالرشته یی) لیسه پرانستل شوه

دلوګرولایت دمحمدآغې په ولسوالۍ کې نن دمرغومې په اومه نیټه یوه دزیاتوڅانګو درلودونکې (کثیرالرشته یی)  لیسه پرانستل شوه. په دې لیسه کې دمیخانیکي، برښنا او اقتصاد په برخو کې زده کوونکي زده کړې ویني. انجنیرمحمداکبرستانکزي دلوګردپوهنې رئیس لوګراونیزې خبریال ته وویل: دغه لیسه په محمدآغې ولسوالۍ کې پرانستل شوه، چې تردمګړۍ ۵۰ تنه زده کوونکونوم لیکنه کړی او دڅلورو تنو استادانو لخوا به په راتلونکې کې زده کړې ورکړل شي.

 

سرچینه زیاتوي، دزده کوونکو دعلاقې په ښودلو او دپوهنې وزارت دتخنیکي او مسلکي زده کړودمعینیت په منظورۍ یاده لیسه جوړه شویدی، چې سرله سبا زده کړې يي پیل کیږي. ستانکزی زیاته کړه، تراوسه دې لیسې ته تعمیرندی جوړشوی اوپه راتلونکی کې به ورته تعمیرجوړشي.

 

شیرمحمد(ستانکزی)

 

 

 

Submit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn