دکرنې مسلکي لیسه دکرنې او وترنرۍ انیستیتوت ته لوړه شوه

 

په لوګرولایت کې دکرنې مسلکي لیسه دکرنې او وترنرۍ انستیتوت ته نن دغوايي په اوومه دپوهنې وزارت دتخنیکي اومسلکي زده کړو معینیت له لورې لوړه شوه. ددې انستیتوت په پرانیسته غونډه کې دلوګروالي الحاج نیازمحمدامیري په ګډون، دپوهنې رئیس انجنیرمحمداکبرستانکزی، دپوهنې وزارت دمسلکي اوتخنیکي زده کړو معینیت پلاوې  او زده کوونکو برخه اخیستې وه.

دپوهنې رئیس په دې اړه دغونډې برخه والوته خبرې وکړې، هغه د دې لیسې لوړتیا دکرنې او وترنرۍ انستیتوت موخه دښې اوموثرې زده کړې دکرنې په برخه کې مینه والوته

اودټولنې دپرمختللواسانتیاو په برابرولوکې وښودل. هغه زیاته کړه، دکرنې لیسه په کال ۱۳۸۸ دلوګرپه مرکز کې جوړه، چې تردمګړۍ ۲۰۰ تنه زده کونکي په زده کړو بوخت دي او د۴۳ تنه زده کوونکي دتیرو  دوو کلونو په لړکې ددې لیسې نه فارغ شویدي. دپوهنې رئیس د۱۷۰ تنه د دولسمو ټولګیو زده کوونکي جذب دکانکور آزموینې له لارې دې انستیتوت ته بریالی شوي خبريي ورکړل، چې په نږدې وخت کې يي درسونه پیل شي. لوګروالي نیازمحمدامیري دخبرو په لړکې ددې انستیتوت په اړه دمسلکي او دموثرو زده کړو په برخه کې مهم او ارزښتناک ګام وبلل او په دې لاره کې له زده کوونکو او دانستیتوت مسؤلینو سره دمرستو ژمنه وکړه. محمدشاه پور عرب دپوهنې ریاست ویاند دلوګراونیزې خبریال ته وویل: په لوګرولایت کې څلور مسلکي ښوونځۍ شتون لري، چې ۹۰۰ تنه زده کوونکي په بیلابیلو برخوکې زده کړې کوي اودکانونو یو انستیتوت هم په دې ولایت کې فعالیت کوي. د ویلو وړخبره ده، چې په دې انستیتوت کې زده کوونکی د دو کلونو په لړکې دکرنې او وترنرۍ په څانګه کې زده کړې اخلي.

شیرمحمد(ستانکزی)

Submit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn