دلوګرپوهنې ریاست ته نوې څلورپوړیزه ودانۍ د بنسټ ډبره کیښودل شوه

دلوګردپوهنې ریاست ته یوه څلورپوړیزه ودانۍ ډبره دغوايي په اتلسمه نیټه دلوګروالي الحاج نیازمحمدامیري، دپوهنې رئیس انجنیرمحمداکبرستانکزي لخوا کیښودل شوه.

په هغه غونډه کې چې دپوهنې ریاست په انګړکې جوړه شوې وه، دلوګروالي په ګډون، دپوهنې ریاست مسؤلین، کارکوونکې او دلوګردسیمه ائیزو ادارو استازو برخه اخیستې وه. دپوهنې رئیس انجنیرمحمداکبرستانکزي ددې څلورپوړیزې ودانۍ په جوړیدو ددې ریاست کارکونکوته مبارکي وویله.ستانکزي زیاته کړه، چې ددې ودانۍ په جوړویدو سره دپوهنې ریاست کارکونکودځای دکمښت ستونزې حل شي. همدارنګه دپوهنې رئیس وویل

، چې ۶ کاله مخکې دپوهنې ریاست لپاره دوه پوړیزه ودانۍ جوړه شوې وه او دغه ودانۍ دمامورینودځایدو لپاره بسنه ونه کړه، چې دمګړۍ څو مدیریتونه په یو کرايي کورکې خپلې اداري چارې پرمخ وړي. همدا ډول دپوهنې رئیس دیادې جوړیدونکی ودانۍ په اړه ګډونوالوته معلومات ورکړل. لوګروالي الحاج نیازمحمدامیري دخپلوخبروپه ترڅ کې دپوهنې ریاست نوی ودانۍ کارپیل دپوهنې لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وبلله. والي زیاته کړه، دپوهنې په ډګرکې هرې پروژې چې په لاراچول کیږي، ټولوته دستایلو وړدي، ځکه داد ټول ولس ښوونیزه پانګه اچونه ده. باید د داسې پروژوڅخه وخت پر وخت دکار دښه والې په موخه څارنه اولیدنه وشي. محمدشاه پورعرب دپوهنې ریاست ویاند دلوګراونیزې خبریال ته وویل: دغه ودانۍ په څلور پوړه کې په پاخه اواساسي ډول جوړیږي. ۳۳ اداري خونې، ۱۹ تشنابونه، دغونډو تالار، یوه  د ډیپوخونه، دسپتیک څاه او نورې اړینې آسانتیاوې به ولري. عرب زیاته کړه، ددغې ودانۍ لګښت ۲۱ میلیونه افغانۍ کیږې، چې  دپوهنې وزارت دپرمختیايی بودجې اودنړیوال بانک په مالي مرسته دیو کال په لړکې ورغوول شي او ساختماني چارې يی دبلال آزاد ساختماني شرکت له لورې پرمخ وړل کیږي.

 

Submit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn