په لوګرکې دسرې میاشتې نړیواله ورځ ولمانځل شوه

دمی اتمه او دغوايی اتلسمه دسره صلیب اوسرې میاشتې نړیوالې ورځې سره سمون خوري، دغه ورځ په لوګرولایت کې دیوې جوړه شوې غونډې په ترڅ کې دسرې میاشتې په عالي ټولنې  کې ولمانځل شوه.

 

په دې غونډه کې لوګروالي الحاج نیازمحمدامیري په ګډون، دسرې میاشتې رئیس عزت الله مهمند، داطلاعاتواوکلتور رئیس محمدشفیق پوپل، دملي راډیو تلویزیون آمر وزیراحمدحکیمي، ددې ټولنې کارکوونکي او یوشمیرخلکو ګډون کړي ؤ. دغه لمانځ غونډه دڅومبارکوآیاتونوپه تلاوت سره پیل شوه.

ورپسې الحاج نیازمحمدامیري دسرې میاشتې په اړه خبرې وکړې، دیادې ټولنې کړنې په طبیعی پیښو او غیرطبیعی پیښوکې چې ناپیلې ټولنه ده، له خلکوسره اړینې مرستي کړي او رسولي دي. دسرې میاشتې نړیوالې ورځې په اړه دافغانستان اسلامي جمهوریت د ولسمشرحامدکرزي پیغام داطلاعاتواوکلتور ریئس محمدشفیق پوپل اودسري میاشتې عالې ټولنې دریئسې فاطمې ګیلاني پیغام دسري میاشتي رئیس عزت الله مهمند لخواحاضرینوته ولوستل شو. ددواړوپیغامونوپه یوه برخه کې راغلي دي (دسرې میاشتې عالې ټولنه دملي اوخیررسولوټولنه ده، چې باید دغه ټولنه نورهم غښتلی شي، دغه ټولنه دطبیعي اوغیرطبیعي حوادثوپه منځته کیدوسره خپلې مرستې دحادثوځپلوخلکوته په خپل وخت اوزمان سره رسوي.) په همدې ډول دسرې میاشتې رئیس عزت الله مهمند دټولو سوداګرو، دزیاتو ملکیت څښتنانو او شتمنوخلکو څخه غوښتنه وکړه، چې دغه ټولنې سره خپلې مرستې ونه سپموي او ورسره مرستي وکړي. دغونډې داجنډا داصولوسره سم دسرې میاشتې تاریخچه  دلوګردسرې میاشتې دنشراتومدیرعبدالجمیل لخوا ولوستل شوه. په پای کې څوتنو نوروګډونوالو دسرې میاشتې په اړه ویناوې وکړې او دغه ټولنه يي بي سارې خیر یه اومرستندویه بنسټ وبلل.

 

 شیرمحمد(ستانکزی)

Submit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn