په لوګرکې دکتاب اوکتاب لوستلو اونۍ ولمانځل شوه

 دلوګرداطلاعاتواوفرهنګ ریاست له لورې دکتاب اودکتاب لوستلو اونۍ دمرغومې په ۲۴ مه ولمانځل شوه، په دې لمانځ غونډه کې لوګروالي الحاج نیازمحمدامیري، داطلاعاتواوفرهنګ رئیس محمدشفیق پوپل، دملي راډیو ټلویزیون آمر وزیراحمدحکیمي، دفرهنګ اوګرځندوی آمرجمعه الدین درانی، داطلاعاتوآمر امین الله صفا، د کتابتون مدیر عبدالاحمدفیضي، دځوانانو مدیرمحمدکاظم ابراهیم زاده، دمالي او اداري چارو مدیرنوراحمدتسل، دجریدې مدیر شیرمحمدستانکزی، داطلاعاتواوفرهنګ ریاست کارکوونکی اویوشمیرځوانانو، شاعرانو او خبریالانوګډون کړي ؤ.

دغه لمانځ غونډه دڅومبارکوآیتونو په تلاوت سره پیل شوه. محمدشفیق پوپل راغلو ګډونوالوته دښه راغلاست وویلو ترڅنګ دکتاب او کتاب لوستلو په اړه خبرې وکړې، دکتاب مینوالوته يي زیرې ورکړل چې ددوی پر مټ دلوګرعامه کتابتون ودانۍ به ډیر ژر ورغوول شي او دکتاب لوستونکو لپاره دلوست زمینه برابره شي.

پوپل د لوګروالي نه هم خوښي وښوده، چې دلوګردنورو پروژو په پلي کیدوسره دلوګرکتابتون دودانۍ جوړولو ته لومړیتوب حق ورکړیدی. ورپسې لوګروالي الحاج نیازمحمدامیري دکتاب لوستلو پراهمیت وینا واوروله، داطلاعاتو اوفرهنګ ریاست نه منندوی څرګند کړ، چې په خپل توان يی دکتاب سپیڅلې ورځې  لپاره په ډیرناڅیزامکاناتو یاده ورځ ولمانځله. امیري دلوګرعامه کتابتون په اړه وویل: داطلاعاتواوفرهنګ ریاست مشرتابه ته د دو ورځو لپاره دنده وسپارل شوه، چې دعامه کتابتون لپاره دنقشې ډیزاین برابر او وزارت ته ولیږدوي، چې ددې په هلوځلودغه کارسرته ورسول شواودلوګرعامه کتابتون دودانۍ جوړولو چارې منظورې  شوې. امیري دکتاب مینه والو لپاره ژمنه وکړه، چې دعلومو اکاډمۍ له مشرانو سره داړیکي په ټنګښت دلوګردعامه کتابتون لپاره نوی اوپرمختللي کتابونو مرسته تر لاسته کولوخبر ورکړل. دلمانځ غونډې په پای کې ددې ورځې په ویاړ اسدالله غالب خپل جوړکړي شعرونه  په ډیر ښکلی غږ دغونډې ګډونوالو ته ولوستل. همدارنګه په دغه لمانځ غونډه کې دکتابونو نندارتون دسهار له نهه بجونه تر۵بجوپورې دکتاب مینوالو لپاره داطلاعاتو اوفرهنګ ریاست په تالارکې پرانستل شوي ؤ. عبدالاحمدفیضي داطلاعاتواوفرهنګ ریاست دکتابتون مدیر دلوګراونیزې خبریال ته وویل، په یادنندارتون کې څه باندې ( ۱۰۰۰) مختلف ټوکه کتابونه دکتاب مینوالو لپاره نندارې ته وړاندې شول، هغه زیاته کړه، په دې نندارتون کې داطلاعاتواوفرهنګ  ریاست کتابتون برسیره دسادات او نیازي کتاب پلورنځیو هم خپل کتابونه په یاد نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړل.

 

خبر جوړونکی: شیرمحمد(ستانکزی)

ددی په اروند نوی مدرن دری او پشتو درسی کتابونه د کودکان سایت ته مراجعه وکری!
http://www.kodakan.se/books.php

 

Submit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn