دلوګردامنیې قومندانۍ څخه اته شپیته تنه سیمه ائیز پوليس فارغ شول

د غبرګولې په ۱۴ مه  اته شپیته تنه سيمه ئيز پوليس د لوګر ولايت دامنیې قومندانۍ د پوليسو له روزنيز مرکز څخه فارغ شول . هغه محفل چې ددې رونیز مرکز په تالار کې نیول شوي ؤ، د لوګر مرستیال والی محمدهاشم فیضي، د لوګر امنیه قومندان مل پاسوال عبدالحکیم اسحق زی، دښوونې او روزنې آمرسمونمل محمدپیروزمحرابي، یوشمیر نظامي منسوبینو او فارغ شوي سیمه ائیزوپولیسو ګډون کړي ؤ.

د لوګرمرستیال والي محمدهاشم فیضي د دغو پوليسو د فراغت په مراسمو کې خبرې وکړې او له فارغ شوو پولیسو څخه يې وغوښتل، چې خپل ملي او سيمه ئيز څرنګوالې په نظر کې وساتي او د خلکو د امنيت د تامينولو په لاره کې له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړي. فیضي سیمه ائیزوپولیسو ته یادونه  وکړه، چې دټولنې دامنیت په ساتلوکې له خلکو سره ښه سلوک او ښو اخلاقوڅخه کار واخیستل شي.

د لوګر ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحق زي فارغ شووسیمه ائیزو پولیسو په اړه  خبرې وکړې زیاته يي کړه، چې دفارغ شوو پولیس په دنده ګمارل کیدو سره به دلوګراو اړونده سیمو امنیت لاښه شي. اسحق زي دلوګرولایت امنیت د ډاډ وړوباله. امنیه قومندان دخپلو خبروپرمهال وویل، دسیمه ائیزو پولیسو په شتون ناامنې سیمې دښه امنیت لامل ګرځيدلای شي. همدارنګه امنیه قومندان د دویم پړاؤ ټاکنولپاره دامنیت په خوندیتوب کې فارغ شوي پولیس مؤثراو مفید وګڼل زیاته يی کړه، چې دوی به اوږه په اوږه دملي پولیسو، ملي اردو او ملي امنیت سره دامنیت په ساتنه کې ونډه واخلي. سمونمل محمدپیروز محرابي دښوونې او روزنې آمر دلوګرجریدې خبريال ته وويل: دغه سیمه ائیز پولیس چې شمیر ۶۸ تنو ته رسیږي د دریو اونیو په لړکې خپلې زده کړې د لوګرامنیې قومندانۍ دښوونې او روزنې له روزنیز مرکز څخه لاسته راوړي دي، چې دلوګراړوند مرکز، بره کي برک او محمدآغې ولسوالیوته دامنیت دټنګښت په موخه ولیږدول شي. محرابي زیاته کړه: دا دولسمه او دسږکال لومړۍدوره ده، چې سیمه ائیزپولیس دلوګردښوونې او روزنې اکاډمۍ څخه فارغیږي.

شیرمحمد (ستانکزی)

دلوګراونیزمسؤل مدیر

 

Submit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn