په لوګرکې دماین دچودنې له امله پنځه تنه ټپیان شول

نن سهارشاوخوا لس بجې دلوګرمرکزپل علم عامې روغتیا ته څیرمه دملي پولیسو په رنجرماین چاودنه وشوه، چې له امله يي پنځه تنه نظامي او عام وګړي ټپیان کړل. دلوګرامنیه قومندان مل پاسوال عبدالحکیم اسحق زی، دلوګرجریدې خبریال ته وویل :

 په دغه ماین چودنه کې  پنځه تنه چې دوه تنه يي دامنیې قومندانی دجنايي  څانګې کارکونکي او درې تنه عام کسان ؤ ټپیان شویدي . اسحق زي زیاته کړه، زمونږامنیتي اوکشفي ارګانونه چې دسیمې څخه تیریدل دوطن دښمنانو ورباندې دځای پرځای شوی ماین چاودنه وکړه په ترڅ کې دوتنه نظامي او درې تنه، چې یوتن دښوونځی زده کوونکی، یوتن وړوکې ماشوم اویوه میرمن وه، سطحي ټپیان شوي او روغتیايي څرنګوالي د ډاډ وړ وباله . یاد ټپیان دغازي امین الله خان لوګري روغتون ته وروړل شوی ؤ. دنوموړي روغتون مشر ډاکټرعاشق الله وویل: پنځه تنه ټپیان دغه روغتون ته راوړل شوي، چې روغتیايي وضعیت يي دتشویش وړ نه دی.

 

شیرمحمد(ستانکزی)

 

Submit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn