دسولې راوستو په موخه په لوګرولایت کې غونډه جوړه شوه

دغبرګولې په ۱۹ مه په لوګرولایت کې دسولې راوستنې اودیوالې په موخه غونډه جوړه شوه، په دې غونډه کې  لوګر والي الحاج نیازمحمدامیري، دولایت مرستیال محمدهاشم فیضي، امنیه قومندان مل پاسوال عبدالحکیم اسحق زی، دلوګردسولې شورای رئیس مولوي اسدالله حنیف، دملي امنیت رئیس ډګروال نجم الدین، قومي مشرانو، علما کرامو، سپین ږیرو، ځوانانو اود ځینې دولتي ادارو رئیسانوبرخه اخیستې وه.

غونډه دسپیڅلې قران د څومبارکوآیاتونوپه تلاوت سره پیل شوه، لوګر والي الحاج نیازمحمدامیري ګډونوالوته دسولې په تامین اودسولې په څرنګوالې خبرې وکړې، دعلماء کرامو رول یې دسولې په راوستوکې اړین کار وبلل، دعلماء کرامو اوقومي مشرانوڅخه غوښتنه وکړه، ترڅودسولې په راوستنه کې دوه اړخیزې مرستې اوهمکارۍ وکړي.

ورپسې مولوي اسدالله حنیف دسولې شورای رئیس دسولې په اهمیت داسلام له پلوه ګډونوالوته ویناوې وکړې په  اوسني حالتو کې سوله افغانانولپاره خورا اړین  پروسه وښوده. دسولې شورای رئیس  مولوی اسدالله حنیف دعلماء کرامو ونډه دسولې، ورور ولۍ اویوالې په لارکې مهم اوګټور وبلل او د دوی څخه غوښتونکی شو، چې دسولې لپاره نه ستړي کیدونکي هلې ځلې وکړي. په همدې بڼه څوتنو علماوو هم دسولې په اهمیت دالهي ارشاداتو اونبوي لارښونوپه رڼاکې سوله مهم اوارزښتناک عمل دخلکوله پاره څرګند کړل. مولوي جوادي په ټینګار سره وویل، افغانان نن ورځ دسولې تږي دي، دوی اړ دي، چې سولې ته لمن ووهي او خپل ژوند په هوسا اوآرامه فضاء کې  تیرکړي، جوادي له ټولوګډونوالوڅخه وغوښتل، چې  په دویم ځل ټاکنوکې پراخه ونډه واخلي اوخپل ولسمشر په خپله وټاکئ .

 یادپروګرام دسولې شورای ریاست له خوا په لاره اچول شوې ؤ، چې موخه یې  دسولې راوستو ، دملي یوالې،اوپه دویم پړاؤ ټاکنوکې دافغانانوګډون ؤ. دمرکزپل علم یوتن مخوراوسیدونکی دلوګراونیزې خبریال ته وویل: د داسې جوړه شوې غونډې ارزښت دعامه پوهاوې په لوړتیاباندې ګټور اودخلکوترمنځ ځینې کړکیچونه، ستونزې اواختلافاتو کمولو باندې مثبت اغیزه کول  يي په ډاګه کړل.

دغونډې په پای کې لوګروالي الحاج نیازمحمدامیري، دلوګرامنیه قومندان مل پاسوال عبدالحکیم اسحق زی او دامنیې قومندانۍ دامنیت آمر سمونوال عبدالولي طوفان ته دامنیت شورا ؛ رالږل شوي پلاوې لخوا د دوی دښوکړنو او دامنیت په ټینګښت کې دزیاتو لاسته راوړنو په موخه ستاینلکیونه ورکړل شو.

 

 

شیرمحمد(ستانکزی)

 

Submit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn