دلیکوال اوشاعرمسؤلیت

شاعر اولیکوال هغه څوک دی چې دیوې ټولنې ټول درانه مسؤلیتونه ورته متوجه وي، دټولنې دپیښې دردونه، فکرونه، خیالونه اوسوچونه شاعراولیکوال يي په شعري اونثري ډول دټولنې وګړوته په داسې نازکواولطیفو ویناوو رسوي، چې د دوی ټول دردونه اوکړاونه لرې کولای شي.دشاعرلپاره دا اړین کاردی چې خپل ولس ته دخدمت ترسره کولو اودهغوی په درد اوغم باندې خپل مسؤلیت څرکندکړي . ځکه ددوی په وس کې دداسې ډیروچاروترسره کیدوقوت شته اومسؤلیت هم دټولنې شاعرانواو لیکوالانوته په ګوته کیږي، نن ورځ ټول شاعران، لیکوالان، فرهنګیان اودادب مینه وال په دې ژمن ووسي، چې دهمدې ټولنې دسوکالۍ، هوساینې، ترقي اوپرمختګ لپاره په میړانه اوپه رښتینولۍ سره کاروکړي، دولس لپاره لیکنې اوشعرونه په داسې کلمو باندې رنګین کړي، چې دیوالې، سولې، ورورولي، پرمختګ

، جوړونې او رغاوونې پیغامونه ولري. دهغو کلمو چې هغه دنفاق، جنګ، جګړو، ژبني او توکمیز تعصبات لرونکي وي ښه به داوي، چې په لیکنوکې رانه وړل شي او ددغوکلیمو پر وړاندې قلمي مبارزو  په کولوسره ولس ته   يي په لیکنې ډول وړاندې کړي. لیکوال اوشاعر خپل لیکنې د ولس دخدمت لپاره ځانونه ستې کوي، ټولنه دعلم او ادب په ګاڼه سمبالوي، دپوهې کچه دخلکوپه ذهنونوکې رسموي، خلک هڅوي تر څو دلیکل شوي نثر اویاشعر هماغه مطلب چې شاعر اویا لیکوال لیکلې دي ولس خپل ځان جوړه وي او دوطن او خپلې ټولنې لپاره دخدمت جوګه ګرځي.  یعنې هرشاعر اولیکوال په دې مسؤل دی، چې خپلې لیکنې داسلامي او افغاني کلتور د ارزښت په رڼاکې ولیکي اوټولنه دهغې اغیزې لاندې راوستلای شي. ترڅو خلکو ته د ذهنیت په ورکړې سره ؛دوی وهڅول شي، چې دملک آبادولو او جوړولو لپاره لاسونه راونغاړي او کومې ناخوالې او بدبختۍ چې زمونږ په ګران افغانستان کې سر وهي هغه له منځه ولاړې شي. قلمي مبارزه دهر ډول مبارزو نه داسې قوي او ستره مبارزه ده، چې نړۍ ددې مبارزې پر برکت دساینس او ټکنالوژۍ څخه برخمن پاتې شویدی. که چیرته لیکوال او شاعر دځان په پیژندنه کې که فکر وکړي، دا به ورته جوته شي، چې دمثبتولیکنوپه کولوسره؛ هغه مجازي نړۍ ته به سر ورووهي، کوم چې دټکنالوژۍ څخه زیږنده ده اوکه چیرته کوم ادبي لیکوالان چې منفي لیکنوته مخه کړي دابه ورته څرګند شي چې ولسي ټولنه به له کومو بدبختیوسره مخامخ شي. نو په پای کې وایو چې ادبي اوفرهنګي لیکوالانو اوشاعرانو ته پکار ده، چې مثبتې اوهغه لیکنې چې ټولنه د سمون لورې ته ځي ولیکي ، دضدو او تیتو اوپرکو لیکنو څخه د ډه ډه وشي.

لیکوونکی : شیرمحمد «ستانکزی

 

Submit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn